په اندونیزیا کې د زلزلې له کبله دمړوشېر ۱۶۲ ته ورسيد

د اندونيزيا په مرکزي جاوا ټاپو کې زلزلې ۱۶۲ کسان وژلي او سلګونه نور ټپيان کړي دي.
تېره شپه د اندونیزیا په «جاوا» ټاپو کې د ریښتر په کچه ۵.۶ درجې زلزله وشوه .
د دغې سیمې والي رضوان کامل وايي، ډېری کسان ودانيو د نړېدلو له امله ټپيان شوي دي.
د زلزلې ټکان د پلازمېنې جاکارتا شاوخوا سل کیلومترۍ کې احساس شوی او هلته له دنګو ودانیو خلک ایستل شوي دي.
چارواکو د بلې ممکنه زلزلې خبرداری هم ورکړی او وايي ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا زلزله د جاوا ټاپو په لوېدیځ «سیانجور» ښار کې شوې ده.
د د غې زلزلې ژور والی ۱۰ کیلو مټره ښودل شوی دی.
ځايي چارواکو ویلي چې د یادې زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې شمېر وروستی نه دی او ښايي نور زیاتوالی په کې هم راشي.
په ورته مهال د افغانستان د اسلامي امارت، امریکا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو په دې اړه د اندونیزیا له حکومت او خلکو سره خواشیني څرګنده کړې ده.

Translate »
%d bloggers like this: