متقي: ټول نړیوال دې خپل سفارتونه افغانستان کې پرانیزي

متقي ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او د نړۍ هېوادونه هم غواړي چې خپلې اقتصادي پروژې افغانستان کې بېرته پیل کړي.
د چین او جنوبي آسیا ترمنځ داقتصادي همکاريو او پانګونې د شپږم نندارتون پرانیستغونډې درېيم فورم ته د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې په ډاډه زړه د خپلې استازولۍ او سفارتونه بېرته افغانستان کې پرانیزي.
نوموړي له نړیوالو وغوښتل چې پر ا.ا باور وکړي او بېلا بېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړی ډاډ ورکوي چې افغانستان د هېوادونو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابروي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، سیمییزه همغږي او د سیمې د هېوادونو نږدې او ګډه همکاري د شته ننګونو یوازینۍ حل لاره ده.
د هغه په وینا سیمییزه امنیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ احتمالي امنیتي ګواښونه له منځه وړلی شي.

Translate »
%d bloggers like this: