د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د سريلنکا مرکز کولمبو ته ورسیده

د سريلنکا هیواد کرېکټ بورد د معلوماتو پر اساس د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي متحده عربي اماراتو څخه د یاد هیواد پایتخت ته رسیدلې.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبدلې په متحده عربي اماراتو کې له یوې اونۍ تمریناتو وروسته یاد هیواد ته رسیدلې،چې افغان الیون لوبډلې په خپلو دوه تمریناتي سیالیو کې د متحده عربي اماراتو الف لوبډلې ته په ۲ پنځوس اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د روانې نومبر مياشتې په ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه سريلانکا سره درې پنځوس اوريزې لوبې ترسره کړي.

Translate »
%d bloggers like this: