Site icon

اندونیزیا کې زلزلې ۴۰ کسان وژلي او سلګونه نور يي ټپیان کړي

Advertisements

سیمه ییز چارواکي وايي، د اندونیزیا په مرکزي جاوا ټاپو کې زلزلې تر ۴۰ ډېر کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د امریکا متحدو ایالتونو د جیولوژیکي سروې د معلوماتو له مخې، دا ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزله د جاوا ټاپو لوېدیځ سیانجور ښار کې شوې چې ژوروالی یې ۱۰ کیلومتره (۶ میله) اټکل شوی دی.
د زلزلې ټکان د پلازمېنې جاکارتا شاوخوا سل کیلومترۍ کې احساس شوی او هلته له دنګو ودانیو خلک ایستل شوي دي.
چارواکو د بلې ممکنه زلزلې خبرداری هم ورکړی او وايي ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
زلزلې ځپلې ګڼ وګړیزه سیمه ده چې د ځمکې ښویېدو وېره شته او کورونه په ډېر ټیټ کیفیت پکې جوړ شوي دي.د سیمه ییزو رپوټونو له مخې، ژغورندویان هڅه کوي له نړېدلو ودانیو خلک راوباسي، چې تر اوسه د یوې ښځې او د هغې د ماشوم په ژغورلو توانېدلي دي.
د سیانجور ښارګوټي اداري مشر هرمان سهرمن ځايي رسنیو ته ویلي، زلزله کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي دي.
ده کمپاس تلوېزیون ته وویل: “له ډېرو سیمو قربانیان راوړل کېږي. شاوخوا ۷۰۰ خلک ټپیان شوي دي”.
وړاندې اې اېف پي خبري اژانس د هغه له خولې ویلي وو، چې د ویجاړو شویو ودانیو په کنډوالو کې د بندېدو له کبله د ډېری خلکو هډوکي مات شوي دي.
ده وویل: “له کلیو روغتون ته امبولانسونه راروان دي. په کلیو کې ډېری کورنۍ لا نه دي ایستل شوې”.
پر خواله رسنیو د زلزلې له کبله د ویجاړیو انځورونه او وېډیوګانې خپرې شوې دي.له ناورین سره د مبارزې ملي ادارې په یوه بیان کې ویلي په سیانجور کې لسګونه ودانۍ زیانمنې شوې دي. په دې کې یو روغتون او یو اسلامي بورډېنګ (لېلیه) ښوونځی هم ویجاړ شوی دی.
اندونیزیا کې زلزلې معمول دي ځکه چې دا د ارام سمندر د اور حلقې پر څنډه پرتې سیمې دي.
دا هېواد د ویجاړوونکو زلزلو او څونامي تاریخ لري.
د ۲۰۱۸ کال سولاویسي زلزله کې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول

Exit mobile version