امريکا کې د همجنسبازانو په يوه کلب کې د بريد پر مهال ۵ کسان وژل شوي
د امریکا د متحدو ایالتونو د کلرادو ایالت د همجنسبازانو په یوه کلب کې تېره شپه یوه ۲۲ کلن وسلهوال کس په ډزو سره ۵ کسان وژلي او ۲۵ نور ټپیان کړي دي.
د ښار د پولیسو مشر، اډرین واسکوز وویل: لږترلږه دوه اتلان په کلب کې دننه د شکمن سره مخامخ شول او جګړه یې وکړه او وتوانیدل چې شکمن د وژلو او نورو ته د زیان رسولو مخه ونیسي.
د کولوراډو والي، چې خپله هم همجنسباز دی، د هغه شخص ستاینه وکړه چې د بريد ګر مخه یې نیولې ، په سیمه کې د پولیسو مشر اډرین واسکویز وویل، په دې کلب کې تر حملې وروسته دوه وسلې موندل شوې دي.
شکمن کس 22 کلن اندرسن لی الډریچ نومیږي، چې نیول شوی او د ټپونو درملنه يي کیږي.