له سوپر کولا سره افغان کرکټ بورډ اوږد مهاله قرارداد لاسليک کړ
افغانستان کرکټ بورډ له سوپرکولا ملي شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د ملاتړ په موخه اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د سوپرکولا ملي شرکت سره د ملي لوبډلې د کورنیو او بهرنیو مهمو سیالیو د ملاتړ په موخه اوږد مهاله قرارداد لاسلیک کړ چې د دواړو ادارو مشران یې یوه ستره لاسته راوړنه بولي.
دغه قرارداد نن د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي مشر نصیب خان او د سوپرکولا کمپنیو ګروپ عمومي رییس محمد لطیف ترمنځ په هرات ولایت کې لاسلیک شو .
د یادونې وړ ده چې په دغه قرارداد کې د ۲۰۲۳ کال د کورني کرکټ د مهمو سیالیو شپږیزې او لېسټ اې په ګډون د تېر شل اوریز نړیوال جام، د سریلانکا سفر، د متحده عربي اماراتو پر وړاندې لوبې او دغه راز د ۲۰۲۳ اسیا جام لوبې په بېلابېلو کټګوریو کې شاملې دي.