Advertisements
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ په شل اور يزه نړیوال جام سیالیو کې سبا جمعه له استرالیا سره لوبه کوي.
دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرېکټ په لوبغالي کې پیل شي.
دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.
تردې مخکې افغان لوبډلې د څلورو لوبو څخه هیڅ یوه یې نهده ګټلې.
له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوي اودوه نورې يې انګلستان او سرېلانکا ته بایللي دي.
د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.