د جنوبي افریقا کرکټ لوبډله وتوانيده چې هند ته ماتې ورکړې

په روان ۲۰۲۲ م کال شل اوریزه نړیوال جام په لړ کې تېره ورځ سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې هندوستان ته په پنځو ویکټو توپیر ماتې ورکړه.
د لوبې پچه هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه يي وکړه،چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه،چې د هند لپاره یوازې سوریا کمار یادوو د خپلې لوبډلې لپاره نیمه سلیزه ۶۸ منډې ترسره کړې.
د سویلي افریقا لپاره په توپ اچونه کې بیا لونګي نګیدي ۴ او واېېن پارنیل ۳ لوبغاړي وسوځول.
د سویلي افریقا کرېکټ ملي لوبډلې ټاکلی د ۱۳۴ منډو هدف په وروستي اوور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره بشپړ او په روان نړیوال جام کې یي هند ته لومړۍ ماتې ورکړه.
د سویلي افریقا لپآره په توپوهنه کې ریلي روسو ۵۲ او ډیویډ میلر ۵۹ منډې ترسره کړې،چې د یادې سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه هم ډیویډ ملر ترلاسه کړه،چې د خپلې لوبډلې په ګټه یي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د یادونې وړ ده چې په همدې ورځ پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې ندرلینډ کرېکټ ملي لوبډلې ته هم په ۶ ویکټو توپیر ماتې ورکړه،چې د یادو سیالیو په لړ کې سه شنبه سهار ۹ بجې افغان کرېکټ ملي لوبډله خپلې سیالې سريلنکا پر وړاندې ولوبیږي.

Translate »
%d bloggers like this: