افغان کرېکټ ملي لوبډله سبا له سرېلانکا سره لوبه کوي

ټاکل شوې افغان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو په دوام سبا له سرېلانکا سره لوبه وکړي.
داسې وړاندوینه شته چې ښايي سبا به باران وشي او لوبه به بې پایلې وي.
خو که لوبه وشي، نو د استرالیا په برسبین ښار کې به د افغانستان پر وخت سهار اته نیمې بجې لوبه پيلیږي.
د افغانستان وروستۍ دوه لوبې له نیوزیلنډ او ایرلنډ سره د باران له امله ترسره نه‌شوې او له هرې لغوه شوې لوبې څخه ټولو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ.
د افغانستان ټيم وړمه ورځ برسبېن ښار ته رسیدلی او هلته یې د لوبې لپاره چمتووالی پيل کړی.
د کرېکټ د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو په دوام به نن د اسټرالیا او ایرلینډ لوبډلې یو له بل سره ولوبیږي.
پرون هند له جنوبي افریقا ماته وخوړه، پاکستان هالند ته ماته ورکړه او بنګله‌دېش له زمبابوې وګټله.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading