اسلامي امارت: د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه مو پوره کړي

په افغانستان کې د ا.ا له بیا واکمنېدو څه باندې ۱۵ میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، چې ا.ا له نړۍ سره تعامل غواړي او په وینا یي، سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي دي.
خو یو شمېر سیاسي څېرې په دې باور دي، چې د دوحې د هوکړه لیک پلي کېدل، د نجونو د ښوونځيو پرانیستل او د ټول ګډونه حکومت جوړېدل به د ا.ا د رسمیت پېژندنې لار هواره کړي.
که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې د یو شمېر هېوادونو، په ځانګړې توګه د هند، چین، ازبکستان، اروپايي ټولنې او متحده عربي اماراتو سفارتونه فعال دي.

Translate »
%d