عمران خان د پنځه کلونو لپاره په ټاکنو کې له برخې اخیستو منع شو

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د دې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله بې کفایته اعلان کړ.
کمېسیون ویلي چې خان په دې موده کې د ولس استازیتوب نه شي کولی.
دې کمېسیون عمران خان تورن کړی چې د واکمنۍ پر مهال يې د دولتي مشرانو څخه ترلاسه کړي سوغاتونه په غیر قانوني ډول پلورلي دي.
پر عمران خان تور دی چې د توشه خانې په ډالیو کې یې فساد کړی خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده په دې ډالیو پیسې ورکړې او غلا کړې یې نه دي.
توشه خانه کې د نورو هېوادونو لخوا پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوې ډالۍ ساتل کیږي.
هاخوا نن د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مخکې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو په دې اړه ډېر جزﺉیات نه دي ورکړل شوي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading