په کابل ښار کې شپږ داعشيان وژل شوي

تېره شپه نا وخته د کابل ښار اړوند اتمې ناحیې کارته نو سیمه کې په یو شمېر داعش وسلوالو د امنیتي څواکونو لخوا عملیات تر سره شول چې پکې د دې ډلې ۶ تنه وژل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د داعش ډلې د يوې مهمې شبکې په ضد یې د کابل په ختيځ کې د ځانګړو قطعاتو له لوري عمليات ترسره کړي، چې لومړی د داعش ډلې دوه مهم کسان ونيول شول، وروسته د کابل ښار اتمې حوزې په مربوطاتو کې د یادې ډلې يو پټنځای کشف او ماښام مهال عمليات پرې پيل شول چې په پایله کې د دې ډلې شپږ تنه ووژل شول او له‌ دوی څخه کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، منفجره مواد او يوه عراده کرولا موټر تر لاسه شول.

مجاهد زیاتوي چې په دې عملياتو کې وژل شوي ټول هغه مجرمان وو چې د کابل د وزير اکبرخان مسجد، د دشت برچي سيمه کې د کاج په ښونيز مرکز او د نورو ځينو ملکي سیمو په بريدونو کې یې لاس درلود ، مجاهد وایي چې په‌ دې عملياتو کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د استخباراتو عموي ریاست ویلي وو چې د کندز مرکز اړوند سرک نو سیمه کې د داعش ډلې په یوه مهم پټنځای یې عملیات ترسره کړي چې پکې کې د دې ډلې نوی مسؤل عبدالبصیر سیرت په ګډون ۵ تنه وژل شوي.

Translate »
%d bloggers like this: