ننګرهار کې د ښڅينه او نارينه زده کوونکو د کانکور ازموینه پیل شوه

په ننګرهار ولایت کې د دولسم ټولګیو له فارغ شو ښځينه او نارینه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه پیل شوه.
چارواکي وايي په دې ازموینه کې به سږ کال په دې ولایت( نهه زره دوه سوه شل) زده کوونکي ګډون کوي چې له جملې به يې د تېر په پرته په زیاته اندازه په دولتي پوهنتونونو کې جذب شي.
په دغه ازموینه کې ګډونوال زده کوونکي د ازموینې له پروسې خوښ دي او له مسولینو غواړي چې شفافیت ته دې پام وکړي.
په دې رپوټ کې مو په خواله رسنیوکې د هغه کونګسيو په اړه هم مسولین پوښتلي کوم چې ویل کیدل داځل انجونو ته د مشخصو پوهنځيو پرته د نورو پوهنځيو د ټاکلو اجازه نه ورکول کیږي.
دلته په ننګرهار کې د ښځينه او ناریه زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه پیل شوه ، چې د چارواکو په خبره دغه ازموینه به درې ورځي دوام وکړي. دغلته د انجونو او هلکانو په پار د کانکور ازموینې لپاره جلا جلا وختونه په نظر کې نیول شوي او د کابل پوهنتون د ۴۰ ښوونکو په ګډون له مرکز څخه راغلي پلاوي او د ننګرهار پوهنتون مسولین او ښوونکي يې د تنظیم او څار چاري پر غاړه اخستي. چارواکي وايي سږ کال په دې ازموینه کې نهه زره دوه سوه شل ښخينه او نارینه زده کوونکي ګډون کوي چې له جملي به يې د تېر په پرتله سږ کال يو زیاته اندازه په دولتي پوهنتونونو کې جذب شي.
دلته مو په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې د انجونو لپاره د ځانګړو پوهنځيو د ټاکنې او له هغې پرته د نورو انتخابونو د نه کولو موضوع له کابل څخه د راغلي پلاوي له مشر او ننګرهار پوهنتون له مسولینو سره شریکه کړه ، د ننګرهار پوهنتون مسولینو دغه خبره رد کړه او د کابل څخه راغلي پلاوی راته بیا په دې اړه داسې وویل:
په همدې حال کې د کانکور د ازموینې ګډونوال د کانکور د پیل شوي ازموینې له نظم او تنظیم خوښ دي ، خو له چارواکو يې په شفافیت او پر وخت يې د پایلو پر اعلان ټينګار کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې د تېر په توپیر داځل د کانکور ازموینه په ټولو ولایتونو کې هممهاله پیل شوي ده او سږ کال د هیواد په کچه يو یوسلو اولس زره ښخينه او نارینه وو زده کوونکو ګډون کړي ، دوي که څه هم په دولتي پوهنتونونو کې د جذب کره ارقام په لاس کې نه لرل ، خو زیاته يې کړه چې سږ کال به د تېر په پرتله زیات کسان په دولتي پوهنتونونو کې جذب کړي. دننګرهار پوهنتون مسولین بیا وايي لوړو زده کړو وزارت ته يي سږکال پنځه زره درې سوه ښځینه اونارینه و زده کونکو دجذب ظرفیت سپارلی دی.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading