ايران ۱۹۰۰ افغانان په زوره له خپلې خاورې ويستلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.
له یاد وزارت څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تيره ورځ له ایران څخه د هرات د اسلام کلا بندر له لاری ۱۵۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۵۷۷ کسان په جبري او ۱۰۲۱ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي، له دغو کسانو ۲۵۸ یی د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تلې په نهمه او لسمه نېټه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۲۱۳۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.