شمالي کوریا د جاپان خاورې ته باليستک توغندی توغولی

شمالي کوریا د جاپان د شمالي برخې د پاسه یو منځنی واټن ویشتونکی بالیستک توغندی توغولی.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د یاد توغندي تر توغولو وروسته د جاپان حکومت اړ شوی چې د هوکایډو ټاپو اوسېدونکو ته د ځان ژغولو سپارښتنه وکړي.
په یاده سمه کې د اورګاډي خدمات هم د لنډ وخت لپاره بند شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، جاپان ویلي چې دا توغندی تر دوی درې زره کیلومتره هاخوا په ارام سمندر کې لګېدلی، خو دوی یې د زیان په اړه معلومات نه لري.
په همدې حال کې د سویلي کوریا پوځ ویلي چې دا توغندی په اوو بجو او ۲۳ دقیقو توغول شوی دی.
دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د جاپان د خاورې د پاسه توغندی توغوي.‌
دا په تېره یوه اوونۍ کې پنځم ځل دی چې شمالي کوریا دغه ډول توغندي ازمايي.

Translate »
%d bloggers like this: