خامنه يي: روانو لاریونونو کې د بهرنيانو لاس دی

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د پيل شويو لاريونونو په اوولسمه ورځ غبرګون کې ویلي په دغه هېواد کې د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنې وبللې.
هغه تور پورې کړ چې لاريونوال له امريکا، اسراييلو او بهر مېشتو دسيسه ګرو ايرانيانو سره اړيکې لري.
ايران کې له تېرو نږدې دريو اونيو راهيسې سخت اعتراضونه روان دي چې څو څو ځله پکې د تاوتريخوالي خبرونه هم خپاره شوي دي.
دا اعتراضونه تر هغې وروسته پيل شول چې تهران کې د اخلاقي امنيت پوليسو د مهسا اميني په نوم يوه نجلۍ تر شکنجې وروسته ووژله.

Translate »
%d bloggers like this: