مولوي محمد یعقوب مجاهد د بدخشان له سرحدي سیمو لیدنه کړې

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمديعقوب مجاهد او لوی درستیز فصیح الدین بدخشان ولایت ته تللي او هلته یې د ۲۱۷ عمري قول اردو دوهمې پلې لواء څخه لیدنه کړې.
د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمديعقوب مجاهد د بدخشان د پامير او اشکاشم ولسواليو سرحدي سيمې کتلې دي.
د ملي دفاع وزارت د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې سرپرست وزير د پولو د ساتنې په برخه کې په بدخشان کې د پرتو سرحدي ځواکونو هڅې ستايلې دي.
سرچينې وايي چې اشکاشم ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو يوه فرقه هم پرانيستل شوې ده.
دا هڅې تر هغې وروسته دي چې رسنيو کې د بدخشان پامير او واخان ولسواليو ته د پاکستان د بد نيت راپورونه خپاره شول.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير د يادو راپورونو تر خپريدو وروسته ويلي وو چې واخان د افغانستان د سر حيثيت لري او چې د دوی سر په تنه وي نو څوک به د افغانستان سر ته پورته ونه ګوري.

Translate »
%d bloggers like this: