ننګرهار کې د پهلوانۍ زورخاني ملي سيالۍ پای ته ورسيدې

په ننګرهار کې د پهلوانۍ زورخاني ملي سيالۍ د ننګرهار ولايت په اتلولي پاي ته ورسيدي .
دغه سیالۍ چې څلور ورځې وړاندې پیل شوي وې په کې د پنجشیر، کابل ، میدان وردګ، هرات او ننګرهار ولایتونو ۵۲ ورزشکارانو ګډون کړې و.
د پهلوانۍ زورخاني فدراسیون مسولین وايي د دغه سیالیو څخه يې موخه د ورزشکارانو هڅول او له همدې لارې د پهلوانۍ زورخاني ملي ټيم ته د لوبغاړو جذبول دي.
د پهلوانۍ زورخاني ملي سیالۍ! د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د ننګرهار په ګډون د پنجشیر ، هرات ، میدان وردګ او کابل ولایتونو د پهلوانۍ زورخاني لوبغاړو لپاره د دغې لوبې ملي سیالۍ جوړې شوي وي چې د يادو پنځو ولایتونو( ۵۲ )ورزشکارانو په کې ګډون کړي و.
د پهلوانۍ د زورخاني فدراسیون مسولین وايي د دغه سیالیو څخه يې موخه سپورت ته د ځوانانو ، ورزشکاره ځوانانو هڅول او همدراز د يادې سیالۍ ملي ټيم لپاره د استعدادونو موندنه ده .
دغه سیالۍ چې د ننګرهارد بدني روزنۍ او المپيک رياست په همږۍ او د پهلوانۍ د فدراسيون په مرسته د شهيد اول ګل (شيرزي ) لوبغالي کې جوړي شوي وي ننګرهار ولايت په کې لمړي مقام په خپل نوم کړ. او همدراز د دغه سیالیو له (۱۵ )پینځلس مډالونو نهه یې ننګرهار وګټل او پاتې مډالونه دوه پنجشیر ، دوه هرات او دوه د کابل پهلوانانو په خپل نوم کړل. د دې سیالیو ګډونوال پهلوانان وايي دغه سیالۍ د دوي د پرمختګ لپاره خورا مهمي دي.
د دغه سیالیو ګډونوالو لوبغاړو همدراز د پهلوانۍ زورخاني فدراسیون له مسولینو غوښتنه وکړه چې د افغان پهلوانانو لپاره دې د هیواد بهر هم د دغه سیالیو زمینه برابره کړي.
د پهلوانۍ زورخاني سیالۍ چې يوه نړيواله سیالۍ بلل کیږي ، د لومړي ځل لپاره دغه سیالۍ په افغانستان کې په (۲۰۰۴ )میلادي کال کې جوړي شوي او له همغه وخته راوروسته يې مینوال ورځ تر بلې مخ په ډيریدو دي.

Translate »
%d bloggers like this: