سره صلیب ادارې بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ بللی
د سره صلیب نړیوالې ادارې د اندېښنې په ښودلو سره بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ بللی دی خو د وضعیت د لا خرابیدو مخنیوي لپاره پر لا زیاتې پانګونې ټینګار کوي.
دغه نړیواله اداره وایي چې په افغانستان کې لسګونو زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام روانه میاشت ویلي و چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د روان اقتصادي بحران په اړه د نړیوالو خیره بنسټونو د اندېښنو ښودلو سره هم مهاله د سره صلیب نړیوالې ادارې هم د اندېښنې په ښودلو سره بیوزلي د افغانانو لپاره یو جدي ګواښ بللی دی.
په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې د دوشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه هیواد کې لسګونو زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي دي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې همدارنګه ویلي چې له دغه هیواد سره د نړیوال ملاتړ پرته به وضعیت لا خراب شي. خو دغه بنسټ په افغانستان کې د وضعیت د لا خرابیدو مخنیوي لپاره پر لا زیاتې پانګونې ټینګار کړی دی.
پر همدې مهال په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې په تېر کال په دغه هیواد کې دندې او عایدات له منځه تللي او د خوراکي موادو د بیو لوړېدو ترڅنګ خلک قرضدار شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام روانه میاشت ویلي و چې په راروان ژمي کې په افغانستان کې د اړمنو کورنیو سره د مرستې رسونې لپاره ۱.۱میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
د تیر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدو، د افغانستان د پانګې کنګل کېدو او بېکارۍ کچې لوړېدو د دغه هیواد د اقتصادي بحران پراخېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي و چې د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
یاد سازمان ویلي چې د تېر یو کال راپدېخوا پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته شاوخوا ۲۴.۴ میلیون کسان چې د افغانستان د نفوس ۵۹ سلنه کیږي د نړیوالې ټولنې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
بلخوا د افغانستان بانک وايي، له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په دوام نن دوشنبه د ۴۰ میلیون امریکايي ډالرو بله کڅوړه کابل ته ورسېده.
یاد بانک یو ځل بیا له اصولي لارو افغانستان ته د اسعارو د راتګ د هر کلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره کړي.
د افغانستان بانک همدارنګه له ټولو نړیوالو بانکي بنسټونو سره د اصولو له مخې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.