ايران کې د امنيتي ځواکونو او پوهنتون محصلانو تر منځ شخړه شوي

د ایران امنیتي ځواکونو د پلازمېنې تهران په یوه پوهنتون کې له محصلانو سره شخړه وکړه.د خواله او د ایران دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې ګڼ شمېر محصلان د پوهنتون ودانۍ دننه او د موټرو پارکېنګ کې ایسار پاتې دي.
پر خواله رسنیو لاس په لاس کېدونکو تصویرونو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د محصلانو خورولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز کاروي او هوايي ډزې کوي.
د دغه اخ وډب پر مهال د ګڼ شمېر محصلانو د نیول کېدو خبر ورکړ شوی.
ایران کې دغه دولت ضد احتجاجونه تېره میاشت د ېوې نجلۍ ‘مهسا امیني’ تر وژل کېدو وروسته پیل شوي او اوس بېلابېلو ښارونو ته غځېدلې دي.
۲۲ کلنه مهسا پولیسو لخوا د حجاب له اصولو د سرغړونې په تور تر نیول کېدو څو ساعته وروسته ظاهرا پر سر د ټپي کېدو له کبله د کوما حالت کې روغتون ته لېږدول شوې وه خو هلته مړه شوه.‌دغه احتجاجونه چې ایران کې یې کلونه کلونه ساری نه دی لیدل شوی، د اغلې امیني له جنازې راپیل او اوس د دغه هېواد لروبر غځېدلي دي.‌
یکشنبه ماښام مهال پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې محصلان ظاهرا د پوهنتون ودانۍ دننه له امنیتي ځواکونو منډې وهي.
دې ویډیو کې له لېرې واټنه ډزو ته ورته غږونه هم اورېدل کېږي.‌
یوه بله ویډیو کې ښکاري چې پر موټرسایکل سپاره امنیتي کسان پر یوه موټر ډز کوي‌ او له دې سره دغه موټر کې سپور کس د ویډیو اخیستل بندوي.رپوټونه وايي د دغو نښتو د خبر تر خپرېدو وروسته د تهران له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر خلک دغه پوهنتون ته ورټول شوي دي.
بي بي سي په خپلواک ډول دا نشي تاییدولی چې د تهران شریف پوهنتون کې دقیقآ څه پېښ شوي او اوس هلته وضعیت څنګه دی.‌
له تېرو دوو شپو راهیسې د ایران پلازمېنه او ګڼو نورو ښارونو کې دولت ضد لاریونونه لا پسې پراخ او جدي شوي دي.
له دې سره دغو احتجاجونو کې د مرګژوبلې شمېر هم په لوړېدو دی.
د ایران بشري حقونو سازمان چې مرکز یې ناروې کې دی وايي، تر اوسه دغو اعتراضونو کې ۱۳۳ کسان وژل شوي‌ دي.‌
د ایران حکومت دغو لاریونونو ته د دوی د بهرنیو دښمنانو په لمسون د اغتشاش او ورانکارۍ نوم ورکړی او ګډونوالو سره یې د سخت چلن ګواښ کړی دی.

Translate »
%d