په یوشمير ولايتونو کې ۱۵ تنه د وژنو او غلا په تور نیول شوې

کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې ځواکونو یې په پنځو ولایتونو کې ۱۵ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد کسان په کابل، بلخ، نیمروز، هرات او سمنګان ولایتونو کې د غلا او وژنو په تور نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه څلور تنه یې په کابل، درې تنه یې په سمنګان، څلور تنه په هرات او څلور تنه په نیمروز ولایتونو کې نیول شوي دي.
له یاد وزارت څخه په یوه بله خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې دوه تنه پاکستان ته د وسپنې د قاچاق په تور نیولي دي.
د معلوماتو له مخې، یادو کسانو پلان درلود چې څو ټنه اوسپنه په دوو موټرو کې قاچاق کړي.
که څه هم افغان حکومت هره ورځ د جنايي جرمونو په تور د یو شمېر اشخاصو د نیول کېدو خبر ورکوي، خو هېوادوال د ورته جرمونو د مخنیوي لپاره له امنیتي ادارو د جدي هڅو غوښتنه کوي.

Translate »
%d bloggers like this: