د ترکیې جنګي الوتکو په عراق کې ۲۳ کردي وسله وال وژلي دي

د (اي بي سي) نیوز د خبر له مخې، د ترکیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی (ایف ۱۶) جنګي الوتکو د عراق په شمال کې د (اسوس) په سیمه کې برید کړی چې په پایله کې یې ۲۳ کردي وسله وال وژل شوي.
هغه زیاته کړه چې د عراق په شمال کې د اسوس په سیمه کې چې د خپلواک کردستان سیمه ایز حکومت اداره کوي د عملیاتو په جریان کې د لا زیاتو تلفاتو اټکل کیږي.
د ترکیې دفاع وزارت ویلي، دا برید یې د یکشنبې په ورځ د یو ترکي پولیس افسر د وژل کېدو په غبرګون کې کړی.
دا لومړی ځل نه دی، بلکې ترکیه وخت ناوخت په کردي وسله والو بریدونه کوي.

Translate »
%d bloggers like this: