لویدیځه نړۍ په افغانستان کې د اسلامي نظام د کمزوري کېدو هڅو ته دوام ورکوي

بغلان کې د هیواد دسیاسي، فرهنګي، ټولنیز، اقتصادي وضعیت او د میرمنو د حقونو په اړه علمي سیمینار کې مسؤلینو یو وار بیا ټينګار کړی چې لویدیځه نړۍ اوس هم په افغانستان کې د دې پر ځای چې د رامنځ ته شوي ثبات پلوي وکړي دسیسي جوړوي او د اسلامي نظام د کمزوري کېدو هڅو ته دوام ورکوي.
قومي مشران او دیني عالمان په دې شرایطو کې له اسلامي امارت څخه ملاتړ د خلکو دنده بللې او له غوښتنه یې کړې چې په فکري جګړه کې لویديځ د ماتې ورکولو په موخه دې خپل هر پل په احتیاط پورته کړي.
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هیواد دسیاسي، فرهنګي، ټولنیز، اقتصادي وضعیت او د میرمنو د حقونو په اړه علمي سیمینار د ځایي خلکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، مسؤلینو او محصلینو په شتون کې ترسره شو چې لسګونه تنو پکې برخه اخیستې وه.
سیمینار ته په وینا کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د اسلامي امارت له واکمنېدو را وروسته په بیلابیلو فرهنګي، کلتوري، ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د ژور پرمختګ خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې نړۍ اوس هم په افغانستان کې د رامنځ ته شوي ثبات پلوي نه کوي او هڅه یې د دسیسو جوړولو ته ده.
قومي مشران او دیني عالمان له خلکو غواړي چې د اسلامي امارت څخه د ملاتړ سربیره دې د لویدیځ د عام شوي فکر پر وړاندې هر اړخیزه مبارزه او مثبته فکر جوړونه رامنځ ته کړي او هر قدم دې په احتیاط سره پورته کړي څو د غرب فکري جګړه دلته له ماتې سره مخ شي.
دغه راز د سیمینار نورو برخو والو او ویناوالو له ځوانانو وغوښتل چې د خپلو فکري او فزیکي ځواک څخه په ګټې اخیستو دې هیواد کې په ټول قاطعیت سره د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي.

Translate »
%d bloggers like this: