د ننګرهار په ولسواليو کې خصوصي طبي انستیتونه کابو شپیته سلنه ستونزې لري

ننګرهار کې ۷ زره زده کړیالانو د نيمه زده کړو په دولتي ازموینه کې ګډون کړي و ، چې له جملې به يې ۴۰۰ په دولتي انستیتوت او پاتې هغه به يې په خصوصي انستیتونو کې جذب شي.
چارواکي وايي په همدې تړاو يې له خصوصي انستیتونو له مسولینو سره خبرې کړي او هغوي ورسره ژمنه کړي چې بې پایله زده کړیالان به لومړی سمستر وړیا او پاتي به په پنځوس فیصده تخفیف جذب کړي.
د عامې روغتیا وزارت راغلي پلاوی مشر په يوې خبرې ناسته کې خصوصي انستیتونه په معیار برابر او د دولتي انستیتوت برابر وبلل.
په ننګرهار کې ديو شمیر زده کړیالانو د معیار په اړه شکایتونه ، اندېښنې او د ولسوالیو په کچه د انستیتونو د جوازونو د نشتون ستونزه مو په همدې ناسته کې د عامې روغتیا له رئيس سره شریکي کړي او له هغه مو په دې اړه وضاحت وغوښت: هغه که څه هم د شته ستونزو په اړه واضح څه ونه ویل ، خو دا يې ومنله چې په ولسوالیو کې فعال خصوصي انستیتونه شپیته سلنه ستونزې لري او د عامي روغتیا وزارت په لارښونه يې دلته په ښار او ولسوالیو کې يوه ارزونه کړي او پایلې يې له وزارت سره شریکي کړي دي.
خو دلته يوه جدي ستونزه د خصوصي انستیتونو له لورې د محصلینو څخه د دولتي ازموینې پرمهال د ډيرو پېسو ا او وخت ناوخت د دیپلوم د ورکړي پرمهال د ډيرو پېسو اخستنې ده ، دغه ستونزه مو هم د روغتیا چارواکو او د خصوصي انستیتونو له اتحاديي سره شریکه کړه ، که څه هم دوي په تېر کې د دې ستونزې د شتون منښته وکړه ، خو د اسلامي امارت له حاکميت وروسته دا نه مني چې ګواکې اوس دې هم دغه ستونزه موجوده وي.
په ټوله کې بیا دلته په ننګرهار په نیمه زده کړو بوخت محصلین اوځايي اوسیدونکي بیا له مسولینو غواړي چې په ولسوالیو کې دې انستیتونو اسنادو او معیار وګورئ هغه چې معیارونه يې پوره دې د فعالیت اجازه دې ورکړي او چې نه وي دروازې دې وروتړي ترڅو محصلین زیان ونه ویني.
لسوالیو په کچه د انستیتونو د ستونزو په تړاو د روغتیا د دې چارواکو د دغه کانفرانس وړاندې مو د خوږياڼو ولسوالۍ له مسولینو په دې ولسوالۍ کې د شته انستیتونو د فعالیت د جواز په اړه هم وپوښتل هغوې هم ومنله چې په ولسوالیو کې دغه ستونزه شته .
د يادونې ده چې د خصوصي انستیتونو د بیلابیلو ستونزو په تړاو د دې کانفرانس يوه اونۍ وړاندې موږ ته د رسیدلو شکایتونو او اندېښنو د وضاحت لپاره مو ډيره هڅه وکړه او د خصوصي انستیتونو د اتحاديي د مسولینو ترڅنګ مو د عامې روغتیا ریاست او د ننګرهار د روغتیایی علومو د انستیتوت له مشرتابه سره هم اړیکه وکړه او تر کارې خونو يې ورغلو ، خو هیڅوک دې ته حاضر نه شو چې موږ سره د خلکو د شریکو کړو اندېښنو په تړاو خبرې وکړي.

Translate »
%d bloggers like this: