ایمرجنسي روغتون: تېر کال مو افغانستان کې د ۱۶زره ټپيانو درملنه کړې

په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون سرپرست دیان پانیک ویلي چې د دغه نارغانو له ډلې څه باندې ۳۰۰۰ یوازې په کابل کې تر درملنې لاندې نیول شوي او په خبره یې له همدې امله په دغه مرکز کې اړتیا ته په کتو یې د بېړنۍ درملنې مرکز فعال کړی دی.
د ایمر جنسي روغتون وايي، په تېر یو کال کې په مرکز کابل او ولایتونو کې دغه روغتون ته د وروړل شوو کسانو زیاته برخه د جګړو ټپيان وو.
دغه روغتیايي مرکز د جمعې په ویلي چې په کابل، د هلمند مرکز لښکرګاه او د پنجشېر عنابه ولسوالیو روغتیايي مرکزونو کې یې څه باندې ۱۶زره ناروغان درلودلي دي.
په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتون د سرپرست په وینا د دغه ناروغانو څه باندې ۹۰ سلنه یې په جګړو کې د ټپي کیدو له امله کړیږي.
پر همدې مهال یاد روغتون ویلي چې د کابل ښار د تیرې ورځې له چاودنې څخه ۲۲ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنابع ټکور ویلي چې پرون جمعه د کابل ښار دیارلسمه امنیتي حوزه کې په «کاج» تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټبیان شوي دي.
خو د دغه روغتون یوه مسؤل د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه چاودنه کې ۳۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۴۰ نور ټپیان شوی دي.
د سرچینې په وینا د وژل شوو کسانو له ډلې ۳۲ یې نجونې دي چې د کانکور ازموینې کې یې ګډون کړی و.
ایمرجنسي یو بشري روغتیايي سازمان دی چې په ۱۹۹۴ کال کې په جګړو کې د ټپي شوو کسانو درملنې په هدف رامنځته شوی دی.
دغه سازمان د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۹ کال کې خپل فعالیت پیل کړ او د رسمي معلوماتو په اساس دغه سازمان په یاده موده کې د څه باندې اووه میلیونه افغانانو درملنه کړې ده.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading