کابل کې چاودنې ۱۴ کسان مړه اوټپیان کړې ده

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ وایي، چې د جمعې له لمانځه وروسته د وزیر اکبرخان جامع جومات څخه د خلکو د راوتلو پر مهال له جومات سره د تېرېدونکي عمومي سرک پرسر چاودنه شوې.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، چاودنه د وزیر محمد اکبر خان جومات ته څېرمه پر غځېدلي سړک هغه مهال شوې چې خلک د جمعې له لمانځه د راوتلو په حال کې وو.
ځدران وویل: «د پېښې قربانیان ټول ملکي خلک او لمونځ کوونکي دي.»
دی وایي چې په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.
خو په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي، په دې پېښه کې ۴ کسان مړه او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه روغتون پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د پېښې له ځایه ۱۴ ټپیان ور وړل شوي چې څلورتنه یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

%d bloggers like this: