روسیې د اوکراین سره جګړې لپاره د جبري عسکرۍ بهیر پیل کړ

د روسيې د دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هېواد یې یواځې د اوکراین سره نه بلکې د ټول لویدیځ سره په جګړه کې ده
په مسکو کې چارواکو د اوکراین سره د جګړې لپاره د جبري عسکرۍ بهیر پیل کړ.
روسي چارواکي وايي چې زرګونه روسان په رضاکاره ډول دغه عسکري خدمت ته چمتو شوي دي.
خو د واشنګټن پوست ورځپاڼې راپور ورکړی چې په روسیې کې زرګونو کسانو ته د عسکري خدمت جلبونه استول شوي چې یو شمېر یې پوځي زده کړو ته معرفي شوي دي.
د دغه راپور په اساس د روسیې په لېرو پرتو سیمو کې میندو او میرمنو د خپلو نارینوو سره د مخه ښې په وخت کې اوښکې تویولې.
واشنګټن پوست وايي په ځینو برخو کې ښوونکو ته هم د عسکري خدمت جلبونه استول شوي دي.
د روسیې پوځ وايي د عسکري خدمت له اعلان وروسته په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۰زره کسان خدمت ته اماده شوي، خو راپورونه وايي ځینې نور له روسیې څخه وتلي چې دې جګړې ته وانه استول شي.
د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره ورځ د روسیې د احتیاط ځواکونو د متحرک کولو فرمان خپور کړ.
پوتین له هغه وروسته دا فرمان صادر کړ چې د اوکراین ځواکونو د خارکیف په سیمه کې له روسانو څخه ځینې نیول شوې سیمې بېرته ونیولې.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له روسانو څخه غوښتي دي چې په دې اړه د پوتین د فرمان په ضد ودرېږي.
اخوا راپورونه وايي چې په روسیې کې د احتیاطي ځواکونو د جلب د فرمان له اعلان وروسته مظاهرې هم شوې دي.
د راپورونو په اساس په دغې مظاهرې کې ۱۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.
سیمه ایز پوځي کمیساران د جبري عسکري بهیر اداره کوي او د روسیې د دفاع وزارت وايي چې په دغو مرکزونو کې ۲۵ میلیون واجد شرایط خلک ثبت دي.
د یادنې ده چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه ۵۹۳۷ روسي پوځیان وژل شوي دي.

%d bloggers like this: