ایراني ځواکونو ۳۱ لاریون کوونکي وژلي

د ایران دامنیتي ځواکونو لخوا د یوې نجلې تر وهلو او وژلو وروسته د پیل شویو لاریونونو پر مهال تر اوسه ۳۱ تنه وژل شوي دي، په ټول هېواد کې انټرنېټ محدود او ټولنیزې شبکې بندې شوې دي.
په ایران کې نږدې یوه اونۍ کیږي چې خلک په بېلا بېلو ښارونو کې د یوې ځوانې نجلۍ په مړینې د اعتراض څرګندولو په خاطر لاریونونه کوي.
د راپور له مخې، سره له دې چې د ایران رسمي ارقام ښیي چې په دې لاریونونو کې تر اوسه یوازې ۱۷ تنه وژل شوي خو د بشري حقونو د دفاع یوه ډله وایي د دې لاریونونو له پیل راهیسې په تېرو ۶ ورځو کې، د ایران امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۱ ملکیان وژلي دي.
ایراني چارواکو همدرانګه په ځینو ځایونو کې انسټګرام او وټس اپ خدمات بند کړي دي.

%d bloggers like this: