بلخ کې د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو اقتصادي دهليز پرانيستل شو

د افغانستان ، ازبکستان، قرغېزستان او چين تررمنځ ګډ اقتصادي دهلیز پرانیستل شو.
پرون په بلخ کې د حیرتان بندر لارې نه د سوداګریزو توکو لومړنۍ ریل ګادۍ ورسېد.
په همدې پار په جوړو شويو مراسمو کې د بلخ والي قدرت الله ابو حمزه وویل چې د دې دهلیز له لارې به د هېوادنو ترمنځ اقتصادي اړيکې لا پیاوړې شي. او اسلامي امارت د سیمې او نړې نورو هېوادنو سره د ښو سياسي اړیکو غوښتونکی دی .
بلخ کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر اسدالله اسدي وايي، دا دهلېز د افغانستان لپاره ډېر مهم دی ، سودا ګرو ته به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
او له دې لارې توکي په لنډه موده او ارزانه بیه له افغانستانه صادرېږي او واردات هم په کم لګښت کېږي.
د ځایي چارواکو په وینا چې په دې قطار کې د افغان سوداګرو ۱۲ کانتنره د موتر ، موټر سایکل او ماشینونو پورزې شته چې په ۱۲ ورځو کې د چين هېواد څخه افغانستان راوړل شول.
دوی وایې چې پخوا به د افغان سواد ګرو د چين هېواد څخه سودا ګریز توکي به کراچۍ یا چابهار بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېدل چې دوه میاشتې وخت به یې نېوه .
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له حاکمېدو وروسته دا لومړې ځل ده چې له چين هېواد څخه سوادګریز توکي د حیراتان بندر له لارې افغانستان ته راوړل کېږي .

Translate »
%d