د بشري مرستو موسسې له کاناډا غوښتنه کړي چې پر طا لبانو بندیزونه نرم کړي

د بشري مرستو مؤسیسو له کاناډا څخه غوښتنه کړې تر څو پر اسلامي امارت بندیزونه نرم کړي چې دوی اړمنو کورنیو ته مرستې ورسولای شي
د کاناډا د سور صلیب او امینسټي انترنشنل په ګډون ۱۸ خیریه مؤوسسو ویلي، چې کاناډا حکومت د بشري مرستو لپاره د لارو په موندلو کې تر خپلو سیالانو شاته پاتې شوی دی
دوی همداراز ویلي چې د کاناډا له لوري بندیزونه په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د هڅو خنډ کېږي
د ملګروملتو په شان د نړیوالو ټولنو له اټکلونو سره سم ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو له کمښت سره مخامخ دي، روغتیايي خدمات او اقتصاد د سقوط په درشل کې دي
د نړیوالو له ډېرو مرستو سره سره لا هم ډېر افغانان مرستو ته اړتیا لري او ورسره شوې مرستې کافي نه ګڼي.
د بشري مرستو ټولنې وايي، د کاناډا په قوانینو کې تروریستي ضد مادې د دغه هېواد د مرستندویو موسسو مخه نیسي چې له ګودامونو څخه مرستې اړو کسانو ته ولېږي
د سږ کال په جون میاشت کې د افغانستان د بحران د څېړلو لپاره د پارلمان له لوري ځانګړې ګومارل شوې کمېټې وویل، د کاناډا حکومت ته پکار ده چې په دې برخه کې پر خپلو مقرراتو بیا کتنه وکړي.
کمېټې د امریکا د متحدو ایالتونو، استرالیا، برېتانیا او اروپايي اتحادیې یادونه وکړه چې ټولو افغانستان ته د مرستو د رسېدو لپاره لارې وموندلې.

%d bloggers like this: