جوبایډن پر روسیه شدید انتقاد وکړ
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د ملګرو ملتونو د سرمشریزې پرمهال وویل، روسیې پر اوکراین له برید سره، په بې شرمئ نړیوال نظم نقض کړی دی.
هغه زیاته کړه چې مسکو د ملګرو ملتونو د منشور له اساسي اصولو څخه سرغړونه کړېده.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر بایډن له وینا څو ساعته مخکې، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هیواد د احتیاط ځواکونو د یوې برخې د سمبالولو فرمان صادر کړ.
غربي قدرتونه په دې باور دي چې له احتیاط ځواکونو څخه استفاده د روسیې مجبوریت ښکاره کوي.
د امریکا ولسمشر پر مسکو شدید انتقاد وکړ او ویې ویل باید ښکاره وغږیږو. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه دایمي غړي پر خپل ګاونډي برید وکړ— هڅه یې کړېده چې یو خپلواک هیواد په نقشه کې له منځه یوسي.
ددې تر څنګ بایډن، د امنیت شورا له پراختیا څخه هم ملاتړ وکړ، هغه طرحه چې د لسیزو راهیسې پرې بحث کیږي او امریکا له دې مخکې لیوالتیا ورته نه وه ښودلې.
بایډن وویل چې متحده ایالات په امنیت شورا کې د افریقا او لاتینې امریکا له دایمې څوکیو څخه ملاتړ کوي. امریکا له دې مخکې د امنیت شورا د دایمي غړو په توګه د جاپان او هند له منل کیدو هم ملاتړ کړی وو.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ژمنه وکړه چې واشنګتن به خپل د ویتو حق له فوق العاده او نادر وضعیت پرته ونه کاروي څو دا شورا با اعتباره او اغیزناکه پاتې شي.