بغلان کې په تېرو ۵ مياشتو کې ٤٣٩٧ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي

د بغلان روغتيايي مسوولين وايي چې په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٣٩٧ ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي چې شلو يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د بغلان د ملکي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مسوول ډاکټر عبدالرحمن الفت وایي چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کچه لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د تېرکال په لومړيو پنځو مياشتو کې په دغه ولايت کې ٤٠٢١ ماشومان په خوارکۍ ځواکۍ اخته شوي وو خو د سږکال په لومړيو پنځو مياشتو کې دغه شمېره ٤٣٩٧ ته لوړه شوې ده.

دى وايي چې په ټول تېرکال کې ٢٣ ماشومان د خوارکۍ ځواکۍ له امله مړه شوي وو خو سږکال بيا يواځې په پنځو مياشتو کې ٢٠ ماشومان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

دغه راز د ياد روغتون د ماشومانو د ناروغيو متخصص ډاکټر معراج الدين معراج وایي چې د کورنيو د بې وزلۍ له امله ماشومان په خوارځواکۍ اخته کيږي.

دى وايي چې د ورځې لسګونه په خوارکۍ ځواکۍ اخته ماشومان روغتون ته مراجعه کوي چې شديد حالت يې دوى بستروي او نورو ته يې درمل ورکوي او بېرته يې رخصتوي.

د بغلان په ولایتي روغتون کې د خنجان ولسوالۍ د ولیانو کلي اوسیدونکې برښنا وویل چې پینځه میاشتنې ماشوم یې پر خوارځواکۍ اخته شوی او په دغه روغتون کې بستر شوی دی .

بریښنا وایي د کورنۍ اقتصاد یې سم نه دی تر دې وړاندې بل ماشوم یې هم پر خوارځواکۍ اخته شوی وو .

ډاکټران هم پر همدې باور دي چې بې وزلي د خوارځواکۍ همده لامل دی او دغه ناروغي د ماشومانو د بدلون دفاعي سیستم سخت ځپي او د مرګ له ګواښ سره یې مخ کوي .

%d bloggers like this: