ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سختې لوږې په اړه خبردارې ورکړی
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره او د نړۍ خوراکي پروګرام د چهار شنبې په ورځ د یو راپور په خپرولو سره ویلي ټاکل شوې ده د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، کابو شپږ میلیونه افغانان د لوږې له درکه بیړني حالت سره مخ شي.
په دې راپور کې چې د ۲۰۲۲ کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال تر جنوري پورې په نړۍ کې د لوږې سره مخ څو سیمو ته اشاره شوې، راغلي چې ښايي له نومبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د خوراکي توکو ا ناامني او شدیدې لوږې او سړې هوا له امله مړینې د پام وړ زیاتې شي.
د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي دي چې په تیر ژمې کې د افغانستان په لوړو سیمو کې ۲۰ زره کسان له لوږې سره مخ وو.
په دې راپور کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۱۹ سیمې له لوږې سره مخ دي او عاجلو اقداماتو ته اړتیا لري څو د خلکو ژوند یې وژغورل شي، خو په منځ کې شپږ هیوادونه افغانستان، ایتوپیا،. نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان او یمن عاجلو بشر دوستانه اقداماتو ته اړتیا لري.
له دې مخکې د نړۍ د خوړو پروګرام اټکل کړی وو چې په افغانستان کې څه باندې ۲۰ میلیونه کسان چې د هغه هیواد کابو نیمایي نفوس کیږي د لوږې له شدید کړکیچ سره مخ دي.
دغه پروګرام له اړمنو افغانانو سره د عاجلو بشري مرستو په ترسره کیدو ټینګار کړی وو.
د راپور له مخې، سیمه ایزې جګړې او اقلیمي بدلونونه په یادو هیوادونو کې د شدیدې لوږې اصلي عوامل ګڼل کیږي چې سږ کال د کویډ نولس د اړوندو ناوړه اقتصادي تاثیراتو او پر اوکراین د روسیې برید له امله نور هم زیات شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالو د کچې کمیدل ددې لامل شوي چې خیریه سازمانونه اړمنو خلکو ته لاسرسی ولري خو ماینونو، ناچاودو توکو، له جګړو پاتې انفجاري موادو، اوپراتیفي ننګونو او کمزورو بنسټونو اړمنو خلکو ته د خیریه بنسټونو لاسرسی محدود کړی دی.
د ملګرو ملتونو د اداراتو د معلوماتو له مخې، پاکستان، سریلانکا، زمبابوی او یو شمیر نور افریقایي هیوادونه هم عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري څو یو شمیر وګړي یې له شدیدې لوږې څخه وژغورل شي.