اوکراين له افغانستان سره د ۳۰زره مټریک ټنه غنمو مرسته

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې اوکراین په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوي لپاره له افغانانو سره ۳۰زره مټریک ټنه د غنمو مرسته اعلان کړه.
انټوني بلېنکن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې اوکراین د روسیې د برید پر وړاندې پر مبارزې سربېره بیا هم له افغانستان سره د ۳۰زره مټریک ټنه غنمو مرسته کوي.
په پام کې ده چې دا مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې افغانستان ته راورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې تر نومبر میاشتې په افغانستان کې د لوږې او فقر ډېرېدو اټکل خورا ډېر دی.
د یادې ادارې په راپور کې راغلي چې تر همدې میاشتې به شپږ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي.

%d bloggers like this: