لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې ۵ تنه وژل شوي

د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ د فرشغان په «بالاده» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي.
د دولت شاه ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل وویل تيره ورځ ماښام شاو خوا شپږ بجې د فرشغان درې په کيل بلاده سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ له لفظي شخړې وروسته وسله واله نښته شوې ده .
هغه وويل په یاده شخړه کې له یوې کورنۍ مور، پلار، زوی او له بلې کورنۍ څخه مېرمن او خاوند وژل شوي دي.
متوکل وويل چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او دښکېلو غاړو۸ کسان او څلور ميله وسله يي تري نيولې ده.
که څه هم سرچینې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو هلته ډېری وخت شخړې د جلغوزیو پر سر رامنځته کېږي.
د یادونې وړ ده چې نه یوازې په لغمان بلکې په دې وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ځمکې او یو شمېر نورو مسایلو پر سر شخړې رامنځته کېږي چې ډېر کله د مرګ ژوبلې لامل کېږي.

%d bloggers like this: