په تېر يوه کال کې سلګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

د کورنیو چارو وزارت له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې معنيت وايي، په تېر يوه کال کې سلګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي چې په تړاو يې ٢٠٩٥ کسان هم نيول شوي دي.

دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت د نشه ‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال مولوي عبدالحق همکار په کابل کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وکړې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېره يو کال کې په ټول هېواد کې ٢٢٥ کيلوګرامه هيرويين، ١۴۸ کیلوګرامه مورفین، ۴،۷ ټنه تریاک، ۶،۳ ټنه چرس، څه باندې ۴۷۰ کیلو ګرامه امفتامین، پنځه ټنه الکولي مواد، ۲،۵ ټنه تخمر شوي ممیز، ۱۰۷ کیلوګرامه بنګدانه، څه باندې ۲۰ ټنه کیمیاوي مواد، ۸۲۱۲۷ قرص ټابلیټ کا، ۳۱۷۹۸ قرص زیکپ ټابليټ او لسګونه ټنه نور نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه نشه‌يي توکي د ۱۷۳۳ عملیاتو په پايله کې ترلاسه شوي چې په ترڅ کې يې ۲۰۹۵ کسان هم نيول شوي دي.

د هغه په وينا، په نيول شويو کسانو کې د لويو او کوچنیو قاچاقبرانو ترڅنګ يو شمېر ښځې هم شاملې دي.

نوموړي دغه‌زار وویل چې اته د نشه‌یي توکو د پروسس کارخونې، ۱۸ د الکولو د تولید کارخونې او دوه د تابلیټ کا د جوړولو مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

ده زياته کړه چې ۱۴ کیلو ګرامه  سره زر، شپږ پایې د ټابليټ کا ماشین، ۵۱ میله بېلابېلې وسلې او ۸۸ مختلف موټرونه هم له نشه‌یي توکو سره یو ځای ترلاسه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې ۷۸،۴ هکټاره ځمکه هم د کوکنارو او چرسو له کر څخه پاکه شوې ده.

همکار له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړي دا هم وويل چې په تېر کال کې د ۴۸زره روږدو کسانو درملنه شوې ده.

همکار د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، په راتلونکي کې به په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې يو لوى مرکز هم جوړ شي چې د لس زره کسانو د اوسېدو وړتيا به ولري.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading