اوچا د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه ښودلې چې له زده‌کړو بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې  د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه وښوده چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې له تعلیم بې برخې پاتې دي.

اوچا پرون په خپل ټویټر کې ولیکل، چې په افغانستان کې له څه باندې ۳۶۵ ورځو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی.

خو اسلامي امارت بیا له دې وړاندې ویلي چې دوۍ د نجونو تعلیم ته ژمن دي او د رهبرۍ تر پریکړې وروسته به ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.

د اوچا په خبره، په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د درې نیم ملیون زده کوونکو د تعلیم بهیر ټکنی کړی او په اوکرايین کې روانې جګړې هم نږدې د شپږو ملیونو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې تعلیم صبر نه‌شي کولی او ټول اړخونه دې نجونو او هلکانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

%d bloggers like this: