د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي په افغانستان کې د دوی مرستې دوام لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې‌وزلو کسانو ته د دوی مرستې دوام لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي د دوی د مرستې رسونې چارې لا هم دوام لري او یوازې یې تېره اوونۍ په فاریاب ولایت کې له ۴۰۰۰ اړو کورنیو سره د خوړو مرسته کړې ده.

 (( د خوړو نړیوال پروګرام مرستې د افغانستان په ټولو برخو او ولسوالیو کې دوام لري هره ورځ له اړو کورنیو سره مرسته کېږي د بېلګې په توګه ویلی شو چې د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د احمد نسیم کورنۍ د ۴۰۰۰ هغو کورنیو په ډله کې شامله وه چې د خوړو نړیوال پروګرام ورته دا اوونۍ مرستې ورسولې))

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، دوی روان کال په افغانستان کې له ۲۱ میلیون زیاتو افغانانو سره مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دوی د خپلو مرستو وېش څاري او په افغانستان کې د نورو ادارو له خوا هم په بېلابېلو برخو کې مرستې روانې دي.

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي، په ۲۰۲۱م کال کې یې په افغانستان کې ۱۴ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو د مرستې رسولو هدف ټاکلی و، خو د هغه کال د اګست میاشتې له سیاسي تحولاتو وروسته د خلکو اړتیاوې زیاتې شوې او دوی وتوانېدل تر ۱۵ ملیونو ډېرو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس ویست په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري او په بهرنیو چارو کې د دولت له وزیري حنا رباني کهر سره د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران په وړاندې د ګډې لېوالتیا پر ملاتړ بحث کړی دی.

%d bloggers like this: