ننګرهار کې ۵ تنه ورانکاري د یوشمیر وسلو اومهاتو سره نیول شوي

د ننګرهار د استخباراتو ریاست ځانګړو ځواکونو پنځه تنه ورانکاري د یوشمیر وسلو اومهاتو سره نیولي .

 مسوولین وايي چې د نیول شوو کسانو دوسيي یې د لاڅیړنې په موخه عدلي اوقضايي ارګانونو ته لیږلي .

 د استخباراتو ریاست مسولین وايي تربل هروخت يي خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي اوهیچاته به اجازه ورنکړي چې دټولنې رواني او فزیکي امنیت ګډوډ کړي .

دا اتلس میله بیلا بیل ډوله وسلې اومهمات دننګرهار داستخباراتو ځانګړو ځواکونو دبیلا بیلو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. دننګرهار داستخباراتو رئيس محمدالله ادريس وايي دیاد وسلو په تور يي پنځه تنه ورانکاري د دوو موټرو سره نیولي چې دوسيي يي بشپړې او دلاڅیړنو په موخه يي عدلي اوقضايی ارګانونو ته لیږلي .نوموړی زیاتوي یاد عملیات يي په جلال ابادښار ، سره رود اوخوږیاڼیو ولسوالۍ کې په تیرو پنځلسو ورځو کې ترسره کړي .

مولوي ادریس وايي، دټولنې دلاښه امنیت له پاره یې  هلې ځلې تربل هروخته ګړندۍ کړي او هیچاته به ددې اجازه ورنکړي چې دټولنې رواني اوفزیکي امنیت ګډوډ کړي

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ددې ولایت خلک دوسلوالو غلاو او ورته نورو پيښو زیاتیدو اندیښمن کړي اوله مسولینو غواړي چې دمخنیوي په برخه کې دې جدي ګامونه واخلي، کوم چې مسولینو يي په کراتو کراتو ولس ته دمخنیوي ډاډ ورکړی دی .

%d bloggers like this: