Site icon

پوتین لوېدیځو هېوادونو ته ګواښ کړی

Advertisements

د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین له خپلې خاورې سره د اوکراین د ازادو شویو سیمو په اړه خبرې پیل کړې او په یادو سیمو کې یې د ټولپوښتنې ترسره کېدو لپاره چمتوالی اعلان کړی دی.
پوتین د چارشنبې په ګهیځ یوه تلوېزیوني وینا کې وویل: “که د هېواد یووا لی مو له ګواښ سره مخامخ شي، په ټینګار سره به د روسیې او زموږ د ولس د دفاع لپاره له هر ډول شته وسیلو ګټه واخلو”. نوموړي لوېدېځ تورن کړی چې روسیه کمزورې کول، وېشل او ویجاړول غواړي.
همدارنګه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د پوتین له وینا وروسته له مخکې ثبت شوې یوې وینا کې وویل، چې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان به د خدمت لپاره واستول شي.
نوموړي د دې نسبتا لنډې وینا پر مهال لویدېځ تورن کړی، چې ګواکې له رو سیې د اټومي باج اخیستو هڅه کوي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې د خبرو ډېره برخه یې د غرب د هغو مخالفینو سیاستونو په اړه ده چې په سیمه کې د خپل واک ټینګېدو هڅه کوي.
ده ویلي چې د غرب اساسي هدف د روسیې له منځه وړل دي او په وینایي، غربیان په دې باور دي چې وړاندې یې پخوانی شوروي له منځه یووړ او اوس د روسیې وخت دی.
بل خوا د اوکرایین هغو سیمو کې چې دمګړۍ د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي، د مسکو د پلان له مخې روسیې سره یو ځای کېدو لپاره بېړنۍ ټولپوښتنه په کې ترسره کېږي.
دا څلور سیمې چې رویټرز خبري اژانس وايي د هنګري هومره کېږي، د اوکرایین د خاورې ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
نوموړي څرګنده کړې چې د عملیاتو په پایله کې ډېرې لاسته راوړنې لري چې د لوهانسک او دونباس سیمو ازادول پکې شامل دي.
پوتین په ورته وخت کې دا هم ویلي چې په ازادو شویو سیمو کې د ټولپوښتنې لپاره بشپړ چمتو دی.
د ټول پوښتنې دې پلان ته لو ېدیځوالو سخت غبرګون ښودلي دي.

Exit mobile version