ایران کې لاریون په تاوتريخوالي بدل شوی
د ایران په پلازمېنه تهران او ګڼو نورو ښارونو کې قهرجنو مظاهره چیانو د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون له پولیسو سره
په نښته اوښتي دي.
د تهران له څو سیمو په مظاهره چیانو باندې د پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز او ان ډزو راپورونه راغلي.
په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ایران پولیس پر مظاهره چیانو برید کوي او د هغوی د خورولو هڅه کوي.
راپورونه ورکړل شوي چې یوه وړه نجلۍ د پولیسو په مرمۍ لګېدلې او وضعیت یې نازک دی.
خلک وروسته له هغه مظاهرو ته ووتل چې د ګشت ارشاد پولیسو د مهسا امیني په نوم یوه نجلۍ څو ورځې مخکې ونیوله او د راپورونو په اساس په وهلو وهلو یې دې حد ته ورسوله چې روغتون کې ساه ورکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ایران خوزستان او څو نورو ښارونو کې له مظاهره چیانو سره د ایران د امنیتي ځواکونو تاوتریخوالی غندي.