ګوټریش :له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېستل شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په اسلامي امارت غږ وکړ چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.
د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي.
د غونډې یوه ویناواله د افغانستان د نجونو د روباټیک د ټیم مشره او د دولسم ټولګي زده کوونکې سمیه فاروقي وه.
سمیې نړیواله ټولنه په راس کې ملګري ملتونه مسوول وبلل چې د دې وضعیت د سمولو لپاره باید سمدستي لاس په کار شي.
سمیې وړاندیز وکړ چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د پوهنې له سکتور سره کافي مرسته وکړي، امکانات په واک کې ورکړي او دا یقیني کړي چې نجونې او هلکان په مساوي توګه د زده کړو حق پیدا کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ددې سازمان د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال په اسلامي امارت غږ وکړ چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
که څه هم اسلامي امارت په تازه د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه څه ندي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې دوی د نجونو زده کړو او د ښوونځیو پرانیستلو ته ژمن دي.
د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، هر کله چې د رهبرۍ پرېکړه وشي، د ټولو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیزي.