امریکا غواړي د جمهوريت الوتکې د ترورېزم په ضد وکاروي

امریکايي رسنۍ پولیټیکو د باوري سرچینو په قول راپور ورکړی چې امریکا له ازبکستان او تاجکستان سره په خبرو بوخته ده چې د افغانستان د پخواني حکومت ۵۰ الوتکې چې د اسلامي امارت د واک ته رسېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوې وې، په افغانستان کې د تروریستانو پر ضد وکاروي.
پولیټیکو د دوو سرچینو په قول، چې د امریکا او د منځنۍ اسیا د دوو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ترمنځ د خبرو په اړه یې معلومات لرل، ویلي چې دغو دوو هېوادونو ته د افغانستان د پخواني دولت ۵۰ الوتکې وړل شوي او سره له دې چې دا الوتکې څه باندې یو کال کېږي چې د افغانستان په دغو دوو ګاونډیو هېوادونو کې دي، د هغو برخلیک نامعلوم دی خو د هغو پېلوټان متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي دي.
اسلامي امارت څو ځلې له تاجکستان او ازبکستان څخه غوښتي چې دا الوتکې ور وسپاري.
امریکا ویلي دا الوتکې یې د افغانستان پخواني حکومت ته ورکړې وې او نه غواړي چې طا لبانو ته په لاس ورشي.

Translate »
%d