دامريکا ولسمشر جوبایډن روسیې ته خبرداری ورکړی

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن روسیې ته خبرداری ورکړی، چې په اوکرایین جګړه کې د کیمیاوي یا تکتیکل اتومي وسلو کارولو ته زړه ښه نه کړي.

له سي بي اېس نیوز خبري شبکې سره یوه مرکه کې ښاغلي بایډن په دې هکله وویل، دا ډول کړنه به ”له دویمې جګړې راوروسته د جګړې بڼه بدله کړي. ” نوموړي داسې څه نه دي ویلي چې که روسیه دا ډول وسلې وکاروي، د امریکا غبرګون به څنګه وي.

د یادونې ده، چې په تېره فبروري کې پر اوکرایین د روسي پوځونو له یرغل وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د خپل هېواد اتومي ځواک ته د ”ځانګړې تیارسئ ” امر کړی دی. نوموړي د خپل هېواد دفاعي مشرانو ته ویلي، دا امر یې د ”لوېدیځوالو د یرغلیزو څرګندونو ” له کبله کړی دی.

اتیا کاله کېږي، چې ډېری هېوادونه اتومي وسلې ساتې او داسې انګېري چې د نورو له یرغله یې د دفاع تضمین کوي. د امریکا ساینسپوهانو ټولنې اټکل ښيي چې روسیه ۵۹۷۷ اتومي سرګلولې لري. خو تر اوسه داسې ګومان نه کېږي، چې روسیه به دا ډول وسله وکاروي.

تکتیکل اتومي وسلې بیا داسې دي، چې په نسبتاً لنډ واټن کې کارول کېدای شي، چې د ”ستراتیژیک ” اتومي وسلو برعکس چې په ډېر اوږده واټن کې ګوزار کولای شي او د اتومي جګړې وېره رامنځته کوي.

د سي بي اېس له شپیته دقیقې نومې خپرونې سره مرکه کې کوربه سکاټ پیلې له ښاغلي بایډن پوښتنه وکړه، که ولسمشر پوتین د پراخې ویجاړۍ رامنځته کوونکو وسلو پر کارولو غور کوي، د ده توصیحه به ورته څنګه وي، نوموړي وویل، ”دوی به د تل پرتله زیات منفور شي، خو دا په دې پورې تړاو لري، چې دوی څومره څه کوي، غبرګون به یې په هماغه کچه وي. ”

اوکرایین جګړه هغسې پر مخ نه ځي، چې کریمیلین غوښتله.

په دا وروستیو ورځو کې اوکراییني چارواکو ویلي، د هېواد په شمال ختیځ خارکایېف سیمه کې یې اته زره مربع کیلومتره هغه سیمه بېرته نیولې، چې روسي ځواکونو اشغال کړې وه. خو له دې ظاهري شاتګ سره سره ولسمشر پوتین وايي، د اوکرایین په ختیځ کې به د روسیې پلانونو مخه و نه نیول شي.

%d bloggers like this: