جوبایډن وایي ښایي د اوکراین جګړه ډېره اوږده شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اوکراین د پرمختګونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې اوکرایني ځواکونو روسي عسکر په شا تمبولي خو دا به تر وخت مخکې وي چې دا چاره پرمختګ یا بریا وبولو.

بایډن وایي ددې احتمال شته چې د اوکراین جګړه اوږده شي.

په وروستیو کې اوکرایني ځواکونو خپله ډېره برخه خاوره بېرته له روسیې نیولې ده خو رسنۍ وایي ددې اندېښنه شته چې پوتین د سخت غچ لپاره تیاری ونیسي او دا جګړه لا خونړۍ کړي.

%d bloggers like this: