Site icon

سرېلانکا وکولای شول چې د کرېکټ د اسيا جام اتلولي وګټي

Advertisements

سري لانکا په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه او د آسیا جام اتلولي یې وګټله د سري لانکا د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام په وروستۍ یا فاینل لوبې کې د پاکستان لوبډله ماته کړه او پدې سره یې د شپږم ځل لپاره ددې جام اتلولي وګټله.
سره لدې چې په تیرو لوبو کې هغو لوبډلو لوبې ګتلې وې چې پچه به یې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پریکړه کوله خو دا ځل سره لدې چې پاکستان پچه هم وګتله او د سري لانکا لوبډلې ته یې لومړی د توپ وهنې فرصت ورکړ مګر پاکستان ته د لوبې ګټلو لپاره هدف دومره لوړ و چې پوره کول یې ورته خورا ګران تمام شول.
د سري لانکا لوبډلې په پوره ۲۰ اورونو کې ۱۷۰ منډې وکړلې خو د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اور کې وسوځیده او ۱۴۷ منډې یې وکړلې.
سري لانکا دا لوبه د ۲۳ منډو په توپیر وګټله.
د سري لانکا لپاره تر ټولو ډیرې منډې بهانوکا راجاپکسا وکړلې. هغه په ۴۵ توپونو ۷۱ منډې وکړلې او د لوبې تر پایه ونه سوځید. د لوبې د غوره لوبغاړي د جایزې ګټونکی هم شو.
د سري لانکا موقتي جمهور رئیس رانیل ویکرم سینګې د لومړنیو کسانو څخه و چې لوبډلې ته یې د اتلولۍ مبارکي ورکړه.
د ښاغلي ویکرم سینګې د دفتر لخوا په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي، “د شدیدو چلنجونو سر بیره چې سري لانکا ورسره اوس مخ ده، جمهور رئیس د ټولو هغو کسانو څخه د زړه له کومي مننه کوي چې د دې سترې کامیابۍ لپاره یې ځانونه وقف کړل”.
د سري لانکا لوبډلې د دې سیالیو په پیل کې خپله لومړنۍ لوبه په افغانستان وبایلله خو دویمه لوبه یې د بنګله دیش څخه وګټله او پدې سره یې دویم پړاو ته لار پیدا کړله.
په دویم پړاو کې دې لوبډلې خپلې درې واړه لوبې وګټلې او افغانستان، هند او پاکستان ته یې ماتې ورکړه.
سره لدي چې د دې لوبو کوربه سري لانکا دی او د مهال ویش له مخې باید پدې هیواد کې شوی وی خو د سیاسي ناکراریو له کبله دا سیالۍ عربي متحده اماراتو کې وشوې.

Exit mobile version