امریکا : له ایران سره د پخوا په پرتله هوکړې ته نږدې شوې
د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې دوی له ایران سره د پخوا په پرتله د اټومي تړون هوکړې ته نږدې شوي دي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له ا مریکايي رسنۍ «سي ان ان» سره په مرکه کې ویلي، دا پرمختګ تر هغې وروسته شوی چې تهران له خپلو ځینو غوښتنو څخه تېر شو.
نوموړي زیاته کړې چې لاهم یو شمېر اختلافات شته، خو اروپايي ټولنه او ایران د دوی د ځواب په ارزولو بوخت دي.
امریکا تېره اوونۍ اټومي هوکړې ته د ورګرځېدو لپاره د ا روپايي ټولنې پر وړاندې شوې طرحه بیا کتنه وکړه.
تر دې وړاندې بیا د اروپاييټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسوول «جوزېف بورېل» هم ویلي چې واشنګټن پر یوه اټومي تړون هوکړې ته د رسېدو هڅو ته دوام ورکوي.