د اسراییلو په بریدونو کې ۲۸ فلسطینیان وژل شوي
په غزې تړانګه کې د اسراییلو د پرلپسې بریدونو له کبله د ۲۸فلسطینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بهرنیو رسینو د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې دوه مشران، شپږ ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.
په همدې حال کې سرچینو د اسراییلو د یو چارواکي له قوله لیکلي چې د جمعې له ورځې راهیسې فلسطینیانو پر اسراییلو ۴۰۰ توغندي توغولي، خو نوموړي ځانته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
ډېری اسلامي هېوادونو د فلسطین پر غزې تړانکې د اسراییلو بریدونه په سختو ټکو غندلي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د اسراییلو د بریدونو په تړاو چوپ پاتې نه شي.