Site icon

افغانستان بانک سبا ۱۲میلیونه ډالر لیلاموي

Advertisements

د افغانستان بانک خبر ورکړی چې د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره په پام کې لري چې د دوشنبې په ورځ ۱۲میلیونه امریکایي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
د یاد بانک پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې له نورو خصوصي بانکونو او صرافیو غوښتل شوي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي، څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د افغانستان بانک وایي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي.
اقتصادي شنونکي په دې نظر دي چې د افغانستان بانک له لارې د امریکايي ډالرو لیلام کولی شي د افغانیو ارزښت ثابت وساتي.

Exit mobile version