پولیسو یو موټر پلورونکی د تښتوونکو له منګولو ژغورلی

د کابل امنیه قومنداني وایي پولیسو د احمد فواد په نوم یو موټر پلورونکی چې تېره پنجشنبه تښتول شوی و د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د هغه په تښتولو تورن درې کسان یې نیولي دي .
د کابل امنیه قومندانۍ په خپل ټویټر کې د یادو څرګندونو تر څنګ لیکلي دغو برمته کوونکو نوموړی هیوادوال د کابل پغمان ولسوالۍ ته بیولی وو چې د افغان پولیسو د پرلپسې عملیاتو په پایله کې ازاد او تورن کسان د قانون منګولو ته وسپارل شول .
د کابل امنیه قومندانۍ په خپل ټویټر کې یو ویډیو کلیپ هم خپور کړی چې پکې د یادې قومندانۍ د دفتر لوی مدیر قاري محمد قاسم ایوبي وایي سړي تښتوونکو یاد کس د کابل د دریمې حوزې اړوند له کارتې سخي سیمې څخه تښتولی و او د فواد له ورور څخه یې د هغه د خوشې کولو په بدل کې ۱۵۰ زره امریکایي ډالر غوښتي وو .
دده په وینا د یادو کسانو دوسیې اړوند ارګانونو ته سپارل شوي دي .
د یادونې وړ ده چې هېوادوال د جنايي جرمونو د مخنیوي په برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستايي، خو اسلامي امارت بیا پدې برخه کې د ولس پر همکارۍ ټینګار کوي .

%d bloggers like this: